افغان ګوډاګی دولت لږ تر لږه مصنوعی مشروعيت هم تر لاسه نه کړ !
انجنير سيد عبدالقادر                                                             انجنير سيد عبدالقادر

لمړي تر هر څه د مخه بايدپه لنډ ډول سره   ووايو چه   مشروعيت يعني څه !   اوبيا  کومو دولتونو ته په نړي کښي   مشروع دولتونه ويل کيدلايسي :  بايد ووايو هغه هيوادونه چه دخارجی يرغل لاندي راغلی وي ، دنړيوالو حقوقو له پلوه په داسي هيوادونو کښي مشروع دولتونه منځ ته نه سي راتلاي ۰ داځکه چه په دې هيوادونو کښي هر څه دپردو له هيلو سره سم مخ ته ځی ۰ او ولس خپله ريښتيني اراده نه سي څرګندولای ۰

ـــــ  مشروعيت :   عبارت دهغه حقوقی صلاحيت څخه دی ، چه داکثريت  خلګو درايو او ارادې  داخستلو په نتيجه کی يي يو دولت  تر لاسه کوي ۰ ولی دا تعريف دنړي داکثريت  مروجو دموکراټيکو دولتونومنعکس کونکی دی ۰ او هم  دسياسی او اجتماعي علومو پوهانو مشروع دولتونه پر درو برخو باندي تقسيم کړي دي :

لمړي ــــ   هغه خارالعاده شخصيت چه دخلګو ملاتړد بي ساري احساساتو له لاري   تر لاسه او ددولت په راس کي قرار ونيسي ۰

 دوهم   ــــ هغه دولتونه  چه په عنعنوي ياسنتي ډول يي  دخلګو باور تر لاسه او مشروع بلل سوي دي ۰

دريم    ــــ هغه دولتونه چه په ډموکراټيک شکل يي   داکثريت خلګو  درايو داخستلو په نتيجه کي مشروعيت تر لاسه کړي وي  ۰

 بايد وويل سي چه  دادريم ډول دولتونه که په ريښتيني توګه بي له درغليو څخه داکثريت خلګو رايه تر لاسه کړي ، دخلګو دريښتيني ارادي منعکس کوونکي دی ۰ چه دا دولتونه  نظر ونورو دولتونو ته ډير ه دموکراتيکه بڼه لري  ۰

 ولي بايد ووايو مشروعيت يو ثابت مفهوم هم نه دی ۰ دا ځکه چه په لمړي قدم کښي ځيني دولتونه کيدلايسي دخلګو درايو ورکولو په نتيجه کي مشروعيت تر لاسه کړي ۰ ولي وروسته د هغوپلانونو  څخه  چه د ټولټاکنودتبليغاتي کمپاين پر وخت يي د هغو په نتيجه کښي  دخلګو راي تر لاسه کړي انحراف وکړي ، نو دخلګو باور او اعتماد لاسه ورکوي نو په دي صورت کي بيا دا دولت يو غير مشروع دولت بلل کيدلايسي ۰که په دغو هيوادونو کي ډموکراسي موجوده وي نو خلک کولايسي دبيا ټولټاکنو غوښتنه و کړي ۰ او که يي په هيواد کښي يي  ډموکراسي موجوده  نه وي ،نو بيادادولت تر خپل ټاکلي وخت تر ختميدو پوری  دبرچي په زور خپل حاکميت پر ولس باندي تحميلوي   ۰

اوس به وګورو چه په افغانستان کي دامريکا تر رهبري لاندي دغربی نړي ديرغل په شتون کښي ددوي په اصطلاح داسد د۲۹ می  نيټي   ټولټاکني په څه ډول مخ ته ولاړي ، او په نتيجه کښي يي څنګه دولت په وجود راغلي دي ، او  دولس په وړاندي دمشروعيت  قابليت لر ي او که نه ؟

 

هغه لويه سياسي لوبه چه دافغان ټولټاکنوتر نامه لاندي   دامريکا په  رهبرۍ  غربي نړي دخپلوولسونو  او په ځانګړي توګه دافغان ولس دتير وتلو له پاره داسد پر ۲۹ تمه نيټه شروع کړي وه ،  دعقرب پر لسمه  يي په داسي حال کي پای ته ورسول ،   چه دافغان دنوي  ګوډاګي دولت مشر تابه ته يي  دټولټا کنود  دوهم پړاو مصنوعي مشروعيت  هم ور  په برخه نه کړ ۰  

ګر چه داسي معلوميدل چه  امريکا او غربي نړي غوښتل چه په افغانستان کښي دخپلو پلانونو سره سم داسي ټولټاکني  دخپلي برچي او اقتصادی  زور باندي   تر سره کړي  ،چه په يوه ټک دوه هدفه وولي ۰هغه داچه لمړي ونړيوالو او په ځانګړي توګه خپلو ولسونو ته ښکاره کړي ، چه موږ پس له اتو کلونو جګړي څخه په افغانستان کي  د داسي يوي  نوي غربي ډموکراسي ورقي اړه  وو  ، چه په منطقه کښی يي بيلګه وجود نه لري ۰ ولي دا مريکا ،  اروپايي او دمنطقی هيوادونو دګټو پر سر دنه جوړ جاړي  په نتيجه کښی ، دې مصنوعي ټولټاکنوداسي   يوه لويه نړيواله رسوايي او بي اعتباري دامريکا او نوری غربي نړي په برخه کړل ، چه تلافي به يي ددوي وخارجي سياست ته دامکانه څخه ليري خبره وي  ۰ دوهم هدف يي  ديوه داسي  دولت رامنځ ته کول  وه  چه د ولس په منځ کي د هيڅ نوع اتوريطي او حيسيت  لرونکي نه وي ،چه داهدف يي په پوره شکل  سره  تر لاسه کړ ۰  

 بايد ووايو چه  دټولټاکنو دوهم پړاوته پيږ ندل سوي  دواړه کانديدان  دپردو تر مستقيمي لارښووني او حمايه لاندي مخ ته تلل ، ولي دپردو دجوړ جاړي په نتيجه کي يوه کانديد دخپلو اعترا ضونوپه کولو او مخ ته دنور تګ سره سره  دعقرب پر ۹مه  دټولټاکنو په دوهم پړاوکښي دګډون څخه صرف نظر وکړ ۰ او    افغانانو ته په ناڅاپي ډول دجمعي رسنيو له لاري  دانتخاباتو دکميسون دريس له خواه څخه دعقرب پر لسمه   ښاغلي کرزي  داساسي قانون د۱۵۶ مادی او دټاکنو دقانون  د ۴۹ مادی پراساس دانتخاباتو ګټونکي اعلان  سو، او زياته يي کړله چه دټاکنو په دوهم پړاو  کي دډير لګښت او ددې پروسي داوږد والي دمخنيوي په موخه يي حامد کرزي ددوهم پړاوله پاره دافغانستان ولس مشر وټاکي   ۰ اوس به وګورو چه په ۱۵۶ ماده کی په دې هکله څه راغلی دی ۰

د اساسي قانون ١٥٦ ماده وايي :((د هر ډول انتخاباتو د څارنې او ادارې او په هېواد کې د خلکو عمومي رايو ته د مراجعې لپاره د انتخاباتو مستقل کمېسيون د قانون له حکمونو سره سم جوړېږي .))

په داسي حال کي چه دانتخاباتو دکميسون دريس څرګندوني داساسي قانون او دټاکنو دقانون  څخه په ښکاره ډول سر لغړ ونه ده  ۰ دا ځکه چه  په اساسي قانون او دټاکنو په قانون  کښي هيڅ داسي څه نه په سترګو کيږي چه هغه دی دلالت پر دې وکړي چه په نتيجه کي دي ښاغلي  حامد کرزي  دانتخاباتو ګټونکي اعلان کړي ۰ ولي  په اساسي قانون او دټولټاکنو په قانون  کي داسي هم  څه نه دي ‌ذکر سوي ، چه دوهم پړاو ته درسيدو پر لاره که يو کانديد  دخپلي کانديد توري څخه صر ف نظر او يا ټولټاکني تحريم کړي ، نو دابل کانديد دټولټاکنو ګټونکي بلل کيدلايسي ۰چه دا خپله ددوي   دجوړ کړي اساسي قانون  او دټولټاکنو دقانون لويه خلا ده ، چه ددې خلا ډکه ول نه يوازي  دانتخاباتو دکميسون بلکه  دستري محکمی دصلاحيت څخه  هم   لوړه خبره ده ۰ چه  صرف لويه جرګه کولايسي  داسي ستونځي په اساسي قانون کښي  هواری او لاره خلاصه  کړی ۰ ځکه نو دانتخاباتو دکميسون وياند دعقرب دلسمي نيټي  دآريانا دټلويزيون ګردي ميز ته هم  حاظر نه سوو، چه په دې هکله توضيحات ورکړي ۰  اوس به په دې مصنوعي ټولټاکنو کښي دخلګو دګډون په هکله دانتخاباتو دکميسون کړونواو څرګندونو ته نظر واچوو،او بايد ووايو:  چه دانتخاباتو دکميسون دڅرګندونو  په حواله ۱۵ ميليونو خلګو ته دټولټاکنوکارتونه ويشل شوي وه ، ولي وروسته بياد دوي دڅرګندونو پر اساس  دشپږو ميليونو په حدودو کښي خلګو اشتراک وکړ ۰ چه وروسته دشکاياتو دکميسون تر څيړني او کنترول وروسته نيژ دې   يو ميليون او ۳۰۰ زره درايو تقلبي  کارتونه  دمحترم کرزي اوډاکټر عبدالله عبدالله دصندقونو څخه بيرته  ليري  شول ، ځکه چه  درغلي پکښی سوي وه  ۰ نو پر دې اساس تقريبآ ۳۴ فيصده خلګوپه دې ټولټاکنو کښي  اشتراک کړي وو ۰   نو په دی صورت کښي هيڅ داسي يو ملي او بين المللی نورم وجود نه لري ، چه د خلګو دلوي اکثريت په نه ګډون کښي دي دا ټولټاکني مشروع وبلل سي ۰ ځکه نو دا ټولټاکني  په هيڅ صورت سره  دمصنوعي مشروعيت لرونکی هم نه سي بلل کيدلای ۰ بايدلمړي  هغه تقلبکاره انسانان چه ددواړو کانديدانو ـــــ محترم   کرزي ، ډاکټر عبدالله عبدالله   له پاره يی  په بي ساري ډول درغلي کړي وه ، څارنوالی او محکمی ته معرفی سوی او ټولو هغو کسانو ته چه په دې ټولټاکنو کښي يي  وړو کومامورينو ته  ددرغليو دکولو دپاره يي لارښوونه کړي وه ،ملت ته معرفي سوي او دجرم سره سمي جزاوي ورکول سوي واي ۰ ځکه ځيني کسان يي  دولس په مقابل کي په واقعيت سره  دملي خيانت مرتکبين وه ۰ولي متاسفانه چارواکو دافغان ولس دتير وتلو له پاره يواځي يو  څو وړوکو مامورينوته   هغه هم  بيله کوم تحقيقه  دوظيفي څخه يي دليري کولود جزااعلان  وکړ ۰ داځکه که يي په قانوني ډول تحقيقات ځني کړي واي ،نو د ډيرو لوړ پوړو چارواکولاسونه او پښي به  پکښي بند ي  سوي واي ۰ ولي دبرچی په زور هغوي نجات پيداکړ ۰   اومحترم کرزی هم په يوه خبري ناسته کي دلمړي پړاو ټولټاکني ددرغليو له کبله يي  مشرو عيت تر پوښتني لاندي وبلی ۰ نوټولټاکنوکميسون  بايدد ټولټاکنو دقانون د۵۸ مادی سره سم دټولټاکنودغه ښکاره او بي ساري درغلي تر عدلي تحقيق لاندي نيولي واي ۰ «   دټولټاکنو دقانون ۵۸ ماده دليکني په آخره کښي مطالعه کړي »     اوبيايي داساسي   قانون او ټولټاکنو دقانون   سره سمي ټولټاکني تر سره کړي واي ۰  ولي متاسفانه دټولټاکنو کميسون  بيا هم ددي ټولو ناخوالو سره سره  لمړي دوه نفره دټولټاکنو دوهم پړاو ته معرفي کړل ۰ چه داخپله دټولټاکنو دکميسون لويه جفا او تير وتنه  ده چه دولس په مقابل کښي يي تر سره کړل ۰ چه ددوي دا غير قانوني عمل هم تر عدلي پوښتني لاندي راتلايسي ۰  اوس نو داسي سوال رامنځ ته کيږي ، چه ولی دا دغرب تر مستقيمی نظامی او اقتصادی حمايي لاندی ټولټاکنی په داسي يوه لويه ددرغليو څخه ډکه رسوايي باندی واوښتلي ؟داسي    معلوميږي  چه  پايلي به يي هم ډير ي بدي ناخوالي  دځانه سره ولري ۰

 

بايد ووايو چه دامريکا تر رهبري لاندي دغربی ټولني دې سياسی لوبي مختليفی پوښتني دافغان سياسي کارپوهانو او په مجموع کښي دټولو افغانانو په منځ کښي  راپيداکړي دي  ۰ هغه داچه :                                                                                                                                                      ــــ ولی د امريکا تر رهبري لاندي غربي ټولني کرزي دټولټاکنو دوهم پړاو ته ور پوري وا هه ،هدف يي په دې کي څه وو ؟

   که يي  مقصد په دې ټولټاکنو کښي دډموکراسي تمثيل او مشروعيت  و و ، نو دالوبه يي بايد تر آخره رسولي واي ۰ او بيا به يي کرزي ګټونکي اعلان کړي واي ۰ دا ځکه چه تقريبآ   ټول صندوقان ددوي داستازو تر مستقيمي  څارني لاندي ډکيدل او هم بيا وروسته شميرل کيدل ۰

 

بله  اساسي پوښتنه داده ، ولی دامريکا تر رهبري لاندي غربي نړي  خپل داتو کالو وفاداره  ملګري محترم کرزي يي  ،په غير مستقيم ډول دخپل ولس په منځ کي د سياسي پلوه  دونه وټکاوه چه لږ تر لږه يي حتی دمصنوعي مشر وعيت  ارزش  هم ور پري نه ښودي ؟

ځيني افغاني روشنفکران داسي فکر کوي چه دغربي نړۍ دا ګذار  شايد دمحترم کرزي دځينو هغو  حرکاتو نتيجه هم وي ، کوم وخت چه په امريکا کي ددموکراټانو په راتګ سره ددوي  مناسباتو کړکيچنه بڼه ونيول ،اوبيا  ده  خپله راتلونکي  په خطر کي وليدله ۰ نوپه ناڅاپه  ډول يي وروسيي ته لاس ور اوږد کړ ۰او غوښتل يي چه يو چال مخ ته ولاړ سي  ۰ چه په نتيجه کي يي  نن  دي دداسي يو دولت په راس کي ودراوه چه  دهيڅ نوع حتی مصنوعی مشرو عيت لرونکي هم  نه دي ۰  اودمحترم کرزي  لاسونه اوپښې يي ددې ټولټاکنو په ‌زريعه  داسي ور وتړل ،  چه په راتلونکي وختونو کي بيا دي ونه کړايسي چه يو او بل طرف ته لاسونه اوږده اويا ددوي دارادې  څخه ليري څرګندوني و  کړي ۰ او محترم کرزي دا لوي بار  دخپلي چوکي سره دميني او دخپلي ډلي دنورو مادي ګټو دلاس ته راوړلو او ساتلو له پاره بيا هم په ډيره خوشحالي ولي  دنه مشروعيت سره سره   قبول کړ ي ۰

او هم بايد ووايو چه په هيواد کښي د۸ کالويرغلي بهير يعني  ( بشري او اقتصادي جنايات )  او دپورتنيوواقعيتونو سره سره  بيا هم متاسفانه  ځيني افغاني روشنفکران دسالم سياسي تعقل څخه ليري دغربی نړی دا ښکاره  يرغل يو نړيوال دوستانه کومک بولي ، چه دداسي يوه نظر درلودل  خپله دافغان ولس دملي ګټو پرضد ښکاره سياسي دريځ دي ، چه داسي کسان به  په راتلونکي وختونو کي  دافغان ولس او تاريخ له محکوميت څخه   ليري پاته   نه سي ۰

او هم په دې لويه سياسي لوبه کي   افغاني  سياسي  ګوندونو، ددې مصنوعي  ټولټاکنو سره دپلوي ، ياچپتيا اومحافظه کاري لاره  ځانته غوره کړي  وه ۰ چه دا خپله دافغانستان په اوسنيو  سياسي شرايطو کښي يوه لويه سياسي تيروتنه او جفا بلل کيدلايسي ۰ځکه نو سوال دادي چه :  ايا ستاسو په نظرد دغي  لوي سياسي لوبي په نتيجه کي چه دا دولت په وجودراغلي ، دافغان ولس دملي ګټو په نظر کي نيولو سره دکوم مشروعيت خاوند بلل کيدلايسي ؟

ولی ښه به دا واي چه ټولو افغان ملی ګټو ته وفاداره ګوندونو ،  اجتماعي  ټولونو او مستقلو افغاني کار پوهانو  ددې لوي غربي لوبي په مقابل کي دامکان په صورت کي تر يوه بيرغ لاندي  يا جلاجلا  داسي يو ملي دريځ نيولي واي ، چه دهغه په  نتيجه کښي په  مملکت کښي ددې مصنوعي ټولټاکنو پر ځاي دافغانستان ددې لوي لانجي  دسياسي حل دپاره په ګډتفاهم سره داسي يو ميکانيزم  جوړ کړي،او نړيوالوته يي  وړاندي کړي واي ۰ چه په دې عمل سره به دوي دخپل ولس په سنګر کي دريدلي واي ۰ اودنړي او منطقي دسياسي او اقتصادي شرايطو څخه هم   داسي معلو ميږي چه که اوس هم په يوه ګډ تفاهم سره دسياسي حل تر شعار لاندي خپله مبارزه پيل کړي ،   ډير ژربه دولس په ګټه   دخپلي دغي پاکي مبارزي  نتيجه ترلاسه کړي  ۰ او ددوي ددغه  ميکانيزم  دتطبيق  په نتيجه کي به  نه يواځي   په مملکت کښي دآرامي او ثبات سيوري راسي  ۰بلکه دمنطقي  په هيوادونو کښي به هم دصلح بيرغونه و  رپيږ ي  ،او نړيوال يرغلي ځواکونه  به هم وخپلو اصلي ځايونو ته  ولاړسي ۰                                                                                                                                      

                                                                                                                                    تمت باالخير 

 

 

ماده پنجاه و هشتم :   (  قانون انتخابات )

 (1) شخصی که درجريان مبارزات انتخاباتی ويا در انتخابات مرتکب يکی از اعمال زير شود ، طبق احکام قانون مورد تعقيب عدلی قرار می گيرد :

 - 1تهديد يا تخويف رای دهنده و نامزد يا اخلال در امر انتخابات.

 - 2ممانعت از حضور رای دهندگان ، نامزدان و يا نمايندگان نامزدان در مراکز رای دهی بدون دليل موجه.

 - 3تقلب يا فريب کاری د ر رای دهی يا شمارش آراء .

 - 4رای دهی يا کارت تقلبی يا کارت شخص ديگر.

 - 5تغير ، تبديل ، سرقت ويا محو اسناد انتخاباتی .

 - 6جعل کارت های رای دهی .

 - 7فريب کاری در کارت رای دهی .

 - 8استعمال کارت رای دهی جعلی .

 - 9مبادرت به رای دهی بيش از يکبار .

 - 10باز کردن ويا شکستن قفل محل نگهداری لوازم واسباب، وهمچنان لاک ومهر صندوق های رای دهی ، بدون صلاحيت .

 - 11جلو گيری از اشتراک رای دهند گان يا نامزدان در پروسه انتخابات .

 - 12استفاده از پولی که ازراه های غير قانونی ويا منابع خارجی بدست آمده باشد .

 - 13استعمال کلمات يا سخنرانی توهين آميز .

 - 14تشویق و تحريک سايری اشخاص به ارتکاب يکی از اعمال فوق .

 (2) هرگاه کميسيون مستقل انتخابات تشخيص دهد که حزب ويا نامزد مستقل ، مرتکب تخطی های انتخاباتی را رهنمايی يا پشتيبانی نموده ، در آنصورت می تواند تحريمی را برآن حزب يا نامزد وضع کند .

 (3) درصورتی که کميسيون مستقل انتخابات تشخيص دهد که تخطی از احکام اين قانون صورت گرفته ، صورت تخطی را با دلايل موجه به مراجع ذيربط قانونی و يا دادستانی راجع ميسازد.

 

 

 

 

 

 

۲۵ ــ۱۲ ــ۲۰۰۹                                                                                                                               اخځ ـــ دلر اوبر ويب پاڼه ۰

                              دفساد په وړاندي په اصطلاح مبارزه کول                   انجنير سيد عبدالقادر

 

                         او که اقتصادی جنايتکارانو ته برا ئت ورکول   

 

لومړي ــــ  تر هر څه دمخه بايد  په لنډ ډول سره ووايو چه فساد يعني ځه !

دوهم ــــ    بايدداووايو چه دفساد دمنځه وړلو دمبارزي  تر شعار لاندي دغربي ا وافغاني واکمنانو هدف  څه  دی :

دريم ـــ  محترم کرزي صاحب ته يو ځانګړي وړانديز ۰

لومړي ــــ  د  شفافيت نړيوال سازمان فساد داسي تعريف کړي دي :                                                                             

فساد:دشخصي ( خصوصي ) ګټودترلاسه کولو له پاره ، ددولتي  اختياراتو څخه ناوړه استفاده  کول بلل کيږي۰ چه داتعريف دنړيوالو له خواه څخه هم قبول سوي دي ۰

فساد په لاتيني ژبه کي ( رمپر) يعني ماتيدل او په اصطلاح کي بيا دقوانينونقض کولو ته ويل کيږي ۰ فساد هر وخت دبشري   تمدن اوپر مختګ  سره معکوسأ رابطه لري ۰   حتی په ډيرو بشري ټولنو کښي هم دا فساد دي چه داخلي جنګونه اود نورمالو ډموکراټيکو حاکميتونو پر ضد اغتشاشونه او ښورښونه  منځ ته راوړي ، او  هغه  ټولني يي بيا   د سختو  بشري او اقتصادي جناياتو سره مخامخ کړي دي ۰  

       هم دا فساد دی چه دحاکميت په يوه معينه مرحله کي ځيني  واکمنان دملي شتمنيو څخه دخپل ځان په ګټه  داسي ناوړه استفاده کوي ،  چه ډير ژر په مصنوعي ډول ځان او خپله ډله دټولني په منځ کښي دملي تجارانو په بڼه کي ښکاره کوي ۰ چه ښه مثال يي په  دې يوه نيمه لسيزه کي په افغانستان کي دابشري او اقتصادي جنايتکاران دي ، چه  په غير مشروع او دملت دارادې څخه ليري يو په بل پسي  دملت پر شتمنيو باندي لاسونه راګرځوي ، او ځانونه يي دلس هاوو اوسل هاوو ميلينونو ډالرو خاوندان کړل ۰  

اوهم بايد ووايو چه فساد پر دوه ډوله  باندي تقسيم سوي دي ، يعني لوي او کوچني فساد  :

ــــ هغه فساد چه دلويو واکمنانو په زريعه سرته رسيږي ، يعني  د ټولني لوي اکثريت  ته په اقتصادي ،سياسي او اجتماعي ساحو کي   ضربه ورکوي ،چه حتی په ځينو وختونو کي کيدلايسي  ددوي دافساد په بشري جناياتو باندي هم  تبديل سي ، ځکه نو دلوي فساد په نامه سره ياديږي ۰

ــــ هغه فساد چه دکوچني  مامورينو په زريعه سره سر ته رسيږي ، په جامعه کي دپرمختګ دمخ نيوي  اوبشري جناياتو سبب نه کيږي ، ځکه نو دکوچني فساد په نامه سره ياديږي ۰

که په يوه ټولنه کي فساد په لوړه سطح کي قرار ولري ، يعني لوړ واکمنان پري ککړ او ددولت ټول واک يي په لاس کي وي ، نو په دې ټولنه کښي بيا  دفساد کشف اوعاميلونو ته يي   مجازات ورکول  دامکانه ليري خبره ده ۰نو  په دغسي وختونو کي بيا دغه دولتي رژيمونه دخپلو ولسونو دتير وتلوله پاره يوازي  دفساد په وړاندي دمبارزي تاوده شعارونه ورکوي ، او هر څه په هم دغو شعارونو کي پاته وي ۰ اوهم دارنګه   په يوه ټولنه کي بيا   دلوي فساد په شتون کي  دکوچني فساد دمنځه وړل دامکانه څخه ليري خبره ده ۰ ځکه نو لومړي بايد دلوي فساد پر ضد دمبارزي تيره توره راواخيستل سي  ۰

دپورتنيو لنډو توضيحاتو په نظر کي نيولو سره بايد ووايو چه : 

 محترم کرزي ،  دفساد له منځه وړلو په خاطر دتيري هفتي دکنفرانس  په افتطاحيه غونډه کي دخپلو خبرو په يوه برخه کي يي  داسي وويل :

په نوي دوره کي به زما هڅه داوي ، چه دحکومت څخه دفساد داغ ليري  ،او فاسد کسان به محکي ته معرفي سي ۰ او هم يي دفساد سره دمبارزي پر اداري ږغ وکړ ، چه دلوي ګام په توګه دمرستيالانو او وزيرانو پانګي او جايدانونه او دهغوي دتر لاسه کولو منابع ثبت کړي ۰ اوهم يي په افغانستان کي پيچلي اداري سيسټم داداري فساد دپراخيد و لوي  عامل وبلي ، او دقوانينو دساده کولو غوښتنه يي وکړه ۰

 

او هم بايد ووايو چه محترم کرزي ، دکليواودپراختيا دشوراګانو په سيمينارکي  په ۱۳ــ۱۱ـــ ۲۰۰۷ تازيخ باندي  دخپلو خبرو په درشل کي يي بيا داسي ويلي وه  :

وګوري هغه ښکلي ماڼۍ ګاني ، تجملي کورونه ، ښکلي قصرونه ، ښيښه يي کورونه او ډير جايدادونه او هم په خارج کي دري څلور ښکلي کورونه دچادي ؟ دادافغانستان دحکومت داعضاوو او دپارلمان دځينو اعضاوودي ۰

 ولي دخپلو خبرو په دزشل کي بل ځاي بيا داسي وايي : ملت وايي خير دي ۰

يعني دااقتصادي جنايات چه مو کړي دي ملت عفوه کړي ياست او په راتلونکي کي نور مه کوي ۰ چه دانو په رښتيا سره ملت ته يو لوي توهين دي ۰

دافغانستان دولتي واکمنانو دفسادپرضد مبارزه په داسي وخت کي اعلان کړل ، چه نوي حکومت يي  دجوړيدوپه  درشل کي دي ۰

او محترم کرزي ،  دقوس پر ۲۸ نيټه دنوي کابيني نيژدي  ۹۰ فيصده غړي وپارلمان ته درايواخستلو له پاره په داسي حال کي  وروپيږندل ۰

چه  په دې تيرو اتو کلونو کښي  نه يواځي   ولس ددولتي واکمنانو تر ږيرو لاندي دفساد څخه په تنګ راغلي وه ، بلکه محترم کرزي هم څو ځلي په  مختليفو سيمينارونو اوکنفرانسونو کښي دا

داري فساد څخه په ظاهري ډول سرټکولي دی  ، چه پورتني څرګندوني يي ښکاره ثبوت دي ۰

  ولي محترم  کرزي دپورتنيوڅرګندونو سره سره بيا هم نيژدي دوه ثلثه  هغه زاړه  وزيران ولسي جرګي ته معرفي کړل ، چه ده خپله په ۲۰۰۷ کال کي په فساد باندي متهم کړي وه ۰ نو کوم سالم افغاني سياسي  تعقل به د ده څرګندوني پر افغاني او ملي صداقت باندي ولاړي وبولي ۰ واقعيت خو دادي چه يو متل دي چه وايي ( هغه آش اوهغه کاسه ) ۰

                                                                                                                                                                                           په لنډ ډول سره بايد ووايو چه د فساد په وړاندي مبارزه  دامريکا تر رهبري لاندي دغربي نړي  وستراتيژيکي اهدافو ته دنيژدي کيدو يا

                                                                                                                                                                         درسيدو له پاره دافغان يرغمل سوي ولس دتير وتلو له پاره تش په نامه يو تاکتيکي شعار اوسياست دی ۰ اوداسي معلوميږي چه دلته هم غواړي په يوه ټک دوه هدفه وولي ۰ هغه دا چه  :

ــــ لمړي غواړي دغه ولسي تنفر چه دامريکا او غربي نړي او ددوي دګوډاګي دولت په وړاندي موجود دی که وکړايسي چه فيصدي يي راټيټه کړي ۰ اوهم دخپلو ولسونو  او په ځانګړي توګه  دافغان  ولس دتير وتلو له پاره داسي کسان وڅارنوالي او محکمي ته معرفی کړی ، چه اصلا  په اداری فساد باندی يا ککړ نه وي ، او يا هم دونه لږ رشوت يا اختلاس يي کړي وي ، چه په اوسني وخت کي حتی حساب هم نه سي پرکيدلاي ۰ ځکه نو داخارجی او داخلي واکمنانان  غواړي چه هغه لوي بشري او اقتصادي جنايتکاران چه يرغلي ځواکونو ته يي سر ټيټ کړي ، او يا دغرب څخه يي دخپلو عسکرو سره يوځاي راوستلي  دي ،دخپلو ولسونو او افغان ولس څخه يي پټ او برائت يي په نصيب کړي ۰ 

زمادپورتني ادعا ښکاره ثبوت ديو تعداد يرغلي هيوادونو له خواه دهم دې وزيرانو عجولانه تائيد دي ، چه دولسي جرګي تر تصويب دمخه دقوس پر ۲۹ نيټه دکابل دآريانا دټلويزيوني شبکي له لوري يي خبر خپور سوو ۰ اوهم د دغونومول سووځينو وزيرانو له خوا ه څخه  دميلمستيا کارتونه هم  يو تعداد وکيلانوته چه  يي ليږلي وه ، دځينو وکيلانو له خواه څخه دقوس د۲۹ نيټي دولسي جرګي په جلسه کښي  افشاسول ۰  چه په دې څرګندونواو کړونوکي ، په ښکاره ډول  بيا دلوي فسادنښي او نښاني  ښکاري ۰

  ځکه نو ضروربريښي چه ديوه امريکايي ليکوال ويليم آر ــ پولک دهغه ليک يوه برخه چه اوباما ته يي دافغانستان له پاره دنوي ستراتيژي دجوړيدوپروخت ديوه پخواني ملګري په حيث ورليږلي وو رانقل کړم ۰ ګرچه دې ليکوال هم ديوي زاويي څخه ددي مهمي مسلئ  سره برخورد کړي ، اوداسي يي ليکلي دي :

دافغان حکومت داصلاح له پاره نور داسي څه نه دي پاته چه موږ يي وکړو ، فساد له سره تر پښو داسي پکښي خپور دي لکه زه چه په ويتنام کي شاهيدوم ۰ که يو حکومت خپله غل وي خارجيان يي هيڅکله

مخ نه سي نيولاي ۰

 

 که په رښتيا جمهور ريس دخپلوتيروکړونوپه نظرکي نيولو سره دفساد په وړاندي دمبارزي اتلولي غواړي ، او دملي شتمنيو ساتنه خپله ايماني او وجداني وظيفه بولي ، او ودې حقيقت ته موعتقد وي

   چه  ملي شتمني دټول ولس يو طبعي حق دي ، او ټول بايد ځيني بهرمند سي نوبايد :

 

۱ ـــ  دخپل قدرت څخه په سالمه استفاده ، دازوريدلي ولس چه په اوس مهال کي  دخپلو او پردو په اورونو کي سوځي ، لږ تر لږه داسي نجات ورکړي ، چه په څه ناڅه امنيت کي  ديوه کوچني ټاټوبي ، يخواوبو او ډوډي خاوندان سي ، نوپه دې صورت کي بايدبيا  پرخپلوهغو تيرو فرمانونو او دمرستيلانو پر امرونو باندي دسره غور او دقت وکړي ، کوم چه دافغان ولس دلاسه  دملي شتمنيوديوي لويي  برخي دوتلوسبب ګرځيدلي ، او دځينو اقتصادي لوټ مارانو په لاس کي  کښيوتلي دي ۰ چه دااقتصادي لوټمارانو بيا دوخت څخه په ګټه او په لوي جرأ ت  دولس نورو ملي شتمنيوته هم ځانونه نيژدې کړي ،اودولس دارادې څخه ليري په غير مشروع ډول پر خپلو نومونوباندي قباله کوي ۰  چه داخپله په يوه ټولنه کي لوي ترين فساد دي ، ځکه دبشري جناياتو سبب کيږي  ۰ دمثال په ډول  تقريبأ دوي مياشتي مخکي  دمحترم کرزي استوګن ځاي ( قصر نمبر ۱ ) او دشيرچور سترومافيايي ماڼي ګانوته نيژدې په څلورکيلو متري کي يعني دقمبر په څلور لاري دمهاجرينو په يوه کمپ کي  ۱۲ ماشومان په څيري خيمو کي ديخني له کبله  په شهادت ورسيدل ۰  نور ولايتونه خو لاپر خپل حال پريږده ، چه پردې غريب ولس باندي ددې اقتصادي جنايتکارانو له خواه څه تيريږي ۰  

 ولي په کابل او نورو ولاياتونوکي بيا دهم دي اقتصادي مافيايي ډلو له خواه څخه  دلسګونو او شلګونو زرو جريبو مځکوپه داسي حال کي  تصرف کول دي ، چه  دغه مافيايي ډلي بيا هم دغه مځکي  پر بي کوره زوريدلي ولسي خلګو باندي په يوه سرسامه کوونکي قيمت باندي پلوري ۰ او يا هم دکورونو په شکل سره يي پلوري ۰ چه ددې نيژدي مثالونه دشير پورتاريخي اوکلتوري سيمه چه په اوس مهال کي دشير چور په نامه ياديږي ۰ اويا هم دکندهار  ، هرات ، ننګرهار ، او ۰۰۰۰۰ اکثريت ولايتونونه دي ۰ چه په اوس مهال  کي يي هم  پر ملي شتمنيو باندي داقتصادي مافيا له خواه څخه  يرغلونه کيږي ۰  چه دفساد سره دمبارزي په دغه پروسه کي بايد محترم کرزي ، دخپل ولس په ملاتړ  دا اقتصادي جنايتکاران تر غوږوونيسي دعدل او محکمي وميز ته ودروي ، او دا ملکيتونه  يي بيرته ددولت ملکيت وګرځول سي ۰

 

۲ــ دفساد په وړاندي دمبارزي په دي پروسه کي بايد دا اداره هغه دولتي لوړاقتصادي  امتيازونه چه

داخلي اوخارجي کمپنيوته دقيمت په مقابل کي ورکول سوي دي ، بايد ولس ژرتر ژره ځيني  خبراو په راتلونکي وختونو کي هم ددې جدي مراعات وکړل سي ۰

ځکه په دې ځاي کي هم دلوي فساد سر چيني معلوميږي ۰ مثلأ ديوي اقتصادي مجلي په حواله چه دډوبي دمخابراتي سيسټم دامتيازدپلورلوقيمت يي دري ميليارده ډالره ليکلي وو،  چه پلورل سوي دي۰

په داسي حال کي چه دډوبي دخلګو شميرنيژدي يونيم ميليون ته رسيږي ۰ ولي دځينواطلاعاتوله مخي دافغانستان دمخابراتووزارت دامخابراتي امتياز وافغان بيسيم ته په څلور لکه ډالره ورکړي دي ۰ په داسي حال کي چه دخبري رسنيو په حواله په اوس مهال کي لس ميليونه افغانان تليفوني آسنتياوي په لاس کي لري ۰ چه داخپله يوه سرسامه وونکي خبره اوسړي بي تابه کوي ۰  که         فرضأ  دامخابراتي امتياز په دې شکل نه وي پلورل سوي ، نو لطفأ دې دمخابراتو وزارت دټولو امتيازونودپلورلو قيمتونه اوقانوني مراحل دې ولس ته ښکاره اوبيان کړي ۰ ځکه هره موسسه اوهر دوکاندار چه خپل يو جنس پلوري اويايي په کرايه ورکوي ، نو هغه موسسه او دوکاندار په دې باندي بايد پوه وي چه مقابل طرف پر دې جنس باندي څونه تقريبي  ګټه کولايسي  ،نو دهغه درويه بيا دخپل جنس قيمت تعينوي ۰

   

 ۳ــ محترم کرزي صاحب  ، بايد ژرترژره داستعماري هيوادونو دهغوفشارونو څخه ملي شتمني وژغوري ، کوم چه داهيوادونه يي په يوه او بله بهانه اوتوطيه باندي دجهاني بانک اونړيوال وجهي صندوق دلاري  دملي سيکتور دتقويه تر نامه لاندي غواړي ، دافغان ولس ملي شتمني چه اوس يي نوبت ومعدنياتو ته رسيدلي دي ، ديوتعدادخپلواستثماري شرکتونواوورسره يو تعداد دافغان ملي ګټو ضد تجارانوته دافغان ولس دارادي خلاف ورکړي ۰ چه داهم  په افغانستان کښي ديرغلي استعماري  ځواکونودستراتيژي يوه اساسي  برخه ده ۰ چه  دپانګي اچوني تر نامه لاندي غواړي چه ددې يرغمل سوي ولس ټوله شتمني په خپلو لاسونو کي ونيسي ۰  اوهم  دپورتني ادعا په اړوندديادولووړده ،  چه څو مياشتي تر مخه دامريکايي او افغاني نوو مصنوعي تجارانو يو ګډ کنفرانس په واشنګټن جوړسوي وو۰  چه خبر يي په هغه وخت کي دکابل دآريانا دټلويزوني شبکي له لاري څخه خپور سوو ۰ اوپه دې خبر کي وويل سول، چه ددې کنفرانس د جوړيدوسازمان دهي  دمحترم بيات له خواه څخه سوي وه ۰ ولي دکنفرانس اصلي نوره ا جندا  افشا نه سول ، يواځي دکنفرانس په درشل کي زلمي خليل زاد ديوي مصاحبي په ترڅ کي وويل : چه موږ دلته پر دې باندي خبري وکړي چه په افغانستان کي اوس ددې وخت رارسيدلي دي ، چه په معدنياتو کي پانګه اچونه وکړو ۰

 

 ځکه نو زه په دې ليکنه کي دامهمه  خبره  دليکلو وړبولم  هغه داده : چه په ۱۳۵۶ دملګرو ملتونود يوي مسؤلي اداري له خواه څخه چه دافغانستان تر مځکي لاندي دمعدنياتو سروي چه   يي کړي وه ،نيژدي ۹۰۰ معدنه يي دافغانستان په مختليفو ګوټونو کښي په ګوته کړي وه ۰ چه په دې کي  دنورو مهمو عناصرووڅنګ ته نادره اشجارو هم پراخ  شموليت درلودي ۰ ځکه نو په اوس مهال کي استعماري ځواکونه دافغان ولس دمقاومت سره سره غواړي ، هغه معدنونو ته ځانونه ورنيژدي او استخراج يي کړي ، کوم چه امنيت يي ددوي په لاس کي دي ۰ اوپه اوس مهال کي  دولسي مقاومت دزور څخه ليري پاته دي ۰   

ګر چه اوس هم  يوشمير متوسط معدنونه لکه دطلااو سنګ مرمرچه و يو تعداد اقتصادي لوټ مارانو ته سپارل سوي دي ، غواړي چه دحاجيګګ داوسپني لوي معدن چه دپخواني سروي له مخي دکاله د يو ميليون ټنه اوسپني داستخراج قابليت لري،او نيژدي دسلوميليونو ټنواوسپني  زخيره پکښي پيش بيني سوي ده ۰ ولي دا  لوي معدن ، ديرغلي ځواکونود يوي  لويي  توطيي سره  چه  دجهاني بانک او نړيوال صندوق له لاري مخ ته ځي مخامخ دي ۰ چه ددې څرګندونو ښکاره ثبوت دجدي ددوهمي نيټي دمعدن دوزارت دسر پرست وزير محترم ( انجنير محمد ابراهيم عادل) هغه پر ملي ګټو ولاړي  څرګندوني وي ، چه د يوه رسمي  محفل په شروع کښي يي وکړي۰ او دافغانستان دولتي چار واکو ته يي خبر تيا ورکړه ، چه جهاني بانک او نړيوال وجهي صندوق داسي هلي ځلي کوي ،چه ماته يي نوي ايميل هم په دې اړوند دجهاني بانک رارسيدلي دي ۰ اوغواړي  چه دمعدنياتو دورکولو مقررات دخپلو شرکتونو په ګټه دافغانستان په دولت باندي په وچ زور باندي تحميل  کړي ۰ چه دادافغانستان دملي ګټو ضد عمل دي ۰ که دافغانستان دولت ودې مهمي حياتي موضوع ته په ډير جديت باندي پاملرنه ونه کړي ، اوپه دې عرصه کۍ دخصوصي سيکتور لاسونه رالنډ نه کړي ۰  نوپسله پينځويا لسوکلونو به  افغان ولس هم دافريقايي غريبو هيوادونو په څيربه  دنړي پرمخ دفقر تر سيوري لاندي ژوند کوي ۰

دياد ولووړ خبره ده چه تقريبأ يوه مياشت مخکي په يوه امريکايي رسنه کي دافغانستان دمعدن پروزيرباندي دديرشو ميلونو ډالرو يو تهمت ليکل سوي وو۰  اوليکلي يي  وه  چه دعينک دميسو دمعدن په قراردادکښي يي ديرش ميليونه ډالره دچينايانو څخه رشوت اخستي دي ۰ او هم غواړي چه دحاجيګک داوسپني داستخراج قرارداد هم دچينايانو سره وکړي ۰ ولي دمعدن محترم وزيرددوي دااتهام په کلکه رد کړ ۰ اوداقرارداد يي نظر ونوروشرکتونو ته په مادي لحاظ دافغانستان په ګټه وبلي ۰ دامريکايي رسني څخه دا ښکاره معلومه سوله ، چه د دې تبليغ څخه يي هدف دمعدن دوزير   ښکاروو۰   اومعلومه سول چه دامريکا يي واکمنانو دافغانستان دمعدن دغه وزير  نور پکار نه دي ۰دا  ځکه  چه ددوي دګټو سره سم ځان نه عياره وي ، ځکه نو هغه يي دوزارت څخه ليري اوپه عوض کي يي خپل غيرمسلکي  ګوډاګي نومولي دي ،چه ددې نوي وزيرپه موجوديت کي به   په  نيژدي راتلونکومياشتوکي ژرتر ژره دحاجيګک معدن اوبيانور معدنونه په خپله قبضه کي راولي ۰ چه په دي عرصه کي  دافغان ملي ګټوپه نظرکي نيولو سره دولسي جرګي دمحترمو غړو او افغان ملي ګټو ته وفاداره ليکوالانو او روشنفکرانو خاصه  توجه غواړم ۰  

 

محترم کرزي صاحب :

تاسو د ګران  وطن د هغه ګوټ په ځانګو کي ځنګيدلي ياست ،کوم  چه يو وخت هغه سيمه دابدالي امپراتوري دشان او شوکت  ډک مرکز وو۰ تاسو په هغه سيمه کي سترګي وجهان ته خلاصي کړي دي ،کوم چه په څلور کيلو متري کي يي  دشير سرخ هغه  کلي  قرار لري ، چه  د افغانۍ  هغه  ستري تاريخي  جرګي په لويه فيصله باندي د( پيرصابرشاه  )په لاس دپاچاهي وږي دابدالي احمد شاه پر سرد ايښولوافتخارلري ۰ تاسو دخپلو هغه قهرمانونيکونو تاريخي پاڼي راواړه وي ، کوم چه دهغو دزيار او قهرماني په نتيجه کي ، دنړي په نقشه کي دلوي افغانستان بيرغ څرګنداوځانګړي ځاي يي ونيوي ۰  

محترم کرزي صاحب : شکر دي اوس هم ځوان يي ، او ډيرعمر دي په مخ کي دي ۰ تاسو بايد داوسني فرصت څخه داسي دولس په ګټه قدمونه واخلي ، چه په راتلونکي وختونو کي مو دولس په وړاندي سر ټيټ نه وي ۰ او داسي معلوميږي چه دابه ستاسوله پاره  وروستني چانس وي ، ځکه نو دخپل ولس په ګټه بايد  استفاده ځيني وکړي ۰

تاسو خپله دفساد دمنځه وړو دمبارزي په کنفرانس کښي ډير حقيقتونه دولس ته څرګند کړل ،چه ستاسوتر حاکميت لاندي دولت کي داسي چارواکي سته ، چه دپردو څخه په پټه معاشونه او زري موټران اخلي اوددولت پروا نه لري ۰

محترم کرزي صاحب :نو ددغه حقيقت په نظر کي نيولو سره بايد ووايم ، چه دغه نړيوال  قوتونه   چه افغانستان ته دتروريزم او مخدره موادوپه وړاندي دمبارزي  تر نامه لاندي راغلي دي ، خپل اقتصادي اوسياسي  هدفونه مخ ته وړي ۰  په هيڅ عرصه کي دافغان ملي ګټوته وفاداره نه دي ۰  دوي به په افغانستان کي خپلي دغي مبارزي ته  هغه وخت دپاي  ټکي ايږدي ۰چه خپلو اقتصادي هدفونو ته ځانونه نيژدي ياورسوي ۰ او يا دولس دپراخ مقاومت په نتيجه کي شاته تګ بهتره وبولي ۰ ځکه نوغواړي چه په اوسني مهال کي  ددې  زوريدلي ولس دغه سر شاره طبعي  شتمني چه ورسره ده ، دخپلو قواوودشتون په زور دخپلو استثماري شرکتونو او يو تعداد افغان ملي ګټو ضدهغه افغاني مصنوعي تجارانو په نامه او نصيب کړي ، کوم چه ددوي سره هم ږغه دي ۰

نو ددغسي ترخه واقعيت په شتون کي ، دغه زوريدلي او قهرمان ولس ته بايد په ريښتينه  توګه افغاني لاس ورکړي ، اوددې خارجي اوداخلي ليوانو څخه يي  ژر ترژره  د پاک خداي( ج)په کومک باندي خلاص کړي ۰ چه دازوريدلي ولس دخپلو طبعي شتمنيو څخه خپله ګټه واخلي ۰ چه په نتيجه کي به ستاسو نوم هم  دتاريخ په زرينو ليکو کي وليکل سي ۰

                                                                                       ومن الله توفيق


December 26th, 2009


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات